(شخصي) فرمايشی محصولات

په نړۍ کې د پوښاک صنعت له بې سابقې ودې سره سره همداس اوس هم ډېرې د بېلابېل عمر لرونکې ډلې شته چې غواړي د ځان له پاره په خپله خوښه جامې جوړې کړي، يعنې د ځان کچه واخلي او ټولې خوښونې لکه (د ټوکر رنګ، اندازه، ډيزاین او .....) په اړه خپله فرمایش ورکړي. د استانبول د جامو توليدي شرکت پر دې اړتیا په پوهېدو سره د سهار له ۸ بجو څخه بيا د شپې تر ۸ بجو پورې د خپلو پيرودونکو فرمايشونه په ښه زړه سره منلي او تر ټولو په معياري امکاناتو (ګنډل او ټوکر) سره د خپلو پيردونکو په خدمت کې وي. پيرودونکي چې خپل شخصي فرمايشونه ورکوي سربېره زموږ پر مرکزي دفتر دې زموږ نمايندګيو ته په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو او د قزاقستان په الماتي ښار کې مراجعه وکړي او خپله سپارښتنه دې په انلاين ډول وړاندې کړي يا دې هم په وېبپاڼه کې (دلته) په کلېک کولو سره خپل فرمايشونه ثبت کړي. موږ له تحليل او ارزونې او پړاوونو له ترسره کولو وروسته د دوی فرمايشونه برابروو او په واک کې يې ورکوو.

پیغام پریږده


اړيکه او ټولنيزې رسنۍ


له موږ سره اړيکه

info@pim.af

0202500028 | 0731564444

د دې وېبپاڼې ټول معنوي او مادي حقوق محفوظ دي

د وېبپاڼې پراختيا په: KabulKia